دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۴
د مطلب کود : 158933
چارواکي: په شمال زون کې څه باندې ۵زره وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د روان کال په ترڅ کې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د دولت ضد د وسله والو ډلو پنځه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ارکان رئیس آدم خان متین د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د ۱۳۹۶کال په ترڅ کې په شمالي ولایتونو کې د ملي اردو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۵ زره تروریستان یا وژل شوي او یا هم ټپيان شوي.
د شاهین قول اردو د ارکان رئیس وایي چې همدا مهال هم په فاریاب، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو کې د داعش ډلې او طالب وسله والو په وړاندې د ملي اردو عملیات دوام لري.

متین: اوس په ځینو سیمو کې عملیات روان دي.
ښاغلي متین وویل:
"تر اوسه له پنځه زرو څخه ډېر تروریستان په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي، دا تلفات دوی ته د روان کال په ترڅ کې ور اوښتي دي، اوس مهال هم په تخار، بغلان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې د ملي اردو عملیات په شدت سره دوام لري."
په همدې حال کې د شاهین قول اردو تعلیمي کنډک ته ۸۰۰ تازه نفسه سرتېري جذب شوي او نن یې د محاربوي او پوځي زده کړو دروسونه رسماً پيل کړل.
د شاهین قول اردو د تعلیمي کنډک قوماندان عطا الله عطايي آزادي راډیو ته وویل چې دې تازه نفسه سرتېرو ته نه اوونۍ محاربوي او پوځي زده کړې وکول کېږي او له هغې وروسته له دښمن سره د مقابلې لپاره مختلفو شمالي ولایتونو ته د جګړې لپاره استول کېږي.
عطا الله عطايي د تازه جذب شویو سرتېرو د زده کړې د بهیر په اړه وویل:
"په نهه اونیو کې دوی ته محاربوي او پوځي زده کړې ورکول کېږي، دوی د مختلفو سپکو او درونو وسلو انداختونه زده کوي، روغتیايي زده کړې ورکول کېږي او د جګړې له تکتیکونو سره بلدیت پیدا کوي."
په همدې حال کې د ملي اردو لیکو ته تازه جذب شوي وي سرتېري وايي چې هېواد کې د نا امنۍ زیاتېدو او همدارنګه د دولت ضد وسله والو مخالفیونو غیر انساني کړونو دوی اړ ایستل ترڅو د ملي اردو ځواکونو سره یو ځای شي او له وطن ننګه وکړي.
د شاهین قول اردو دوه سرتېري منصور او غوث الدین یې په اړه وايي:
"ترڅو یوه قطره وینه مې په ځان کې وي، له خپلې خاورې، له خپل ناموس او وطن څخه دفاع کوم، نه پرېږدم چې تروریستان بیا زموږ پر هېواد بری پیدا کړي او وطن مو ویران کړي."
"طالبان او داعشیان باید پوه شي چې د دې خاورې واقعي او صادق بچیان لا نه دي مړه شوي، موږ د تروریستانو د هر تحرک پر وړاندې ودریږو او له خپلې مقدسې خاورې ساتنه کو."

په داسې حال کې د شاهین قول اردو چارواکي په روان کال کې د دولت زرګونو مخالف وسله والو له مرګ ژوبلې خبر ورکوي چې تر اوسه د حکومت هېڅ یوې مخالفې وسله والې ډلې د یادو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexv8zxjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته