د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، یاد کسان تېره ورځ ناوخته وسلهوالو طالبانو له ځان سره وړي دي.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو یاد مسافر د یادې لارې په «اردو بلاغ» نومې سیمه کې له موټرو ښکته کړي دي.
نایاب وايي، معلومه نهده چې دا کسان څوک دي او د څه لپاره وسلهوالو له ځان سره وړي دي؟
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)