دبادغیس ولایت چارواکی وایی، چې د امنیتی پولیسو له لیکو يې ۱۰تنه امنیتي منسوبین د نفوذي وسله والو طالبانو په نوم له دندو لرې کړي.
بادغیس ولایت کی ۱۰ کسانو له دندو لري کړل شوی
10 حوت 1396 ساعت 0:48
دبادغیس ولایت چارواکی وایی، چې د امنیتی پولیسو له لیکو يې ۱۰تنه امنیتي منسوبین د نفوذي وسله والو طالبانو په نوم له دندو لرې کړي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت امنیه قومندان عبدالروف تاج نن ورځ به دی اره رسنیو ټه وویل، چې یاد ۱۰ تنه ټیټ پوړي امنيتي منسوبین دي.
دوی وایی، ډېره موده د دې کسانو، اړیکي، ناسته پاسته او حرکات څارل چې وروسته يې د یاد وسله والو سره د اړیکو په تور له دندو لرې کړل.
سرچنیو زیاتوی، دا ډېر امکان لري چې په نورو امنیتي ادارو کې هم وسله والو طالبان کار کوي، خو د یاد کسانو څار او معلومول د استخباراتي ادارو کار دی.
د مطلب کود: 159153