دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۰
د مطلب کود : 159154
د حکومت ځینې پخواني چارواکی د کابل پروسه د افغانستان لپاره د ګټي ښه فرصت بولي
د نړۍ د ۲۵ هیوادونو د مشرانو او استازو د چهارشنبه په ورځ کابل پروسه په نوم غونډه جوړېږي.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د حکومت ځینې پخواني چارواکي، سیاستوال او د چارو شنوونکي دا غونډه د افغانستان لپاره د ګټې ښه فرصت بولي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به په دې غونډه کې، چې په پلازمېنه کابل کې جوړېږي، د سولې تګلار او د راتلونکې په اړه د افغانستان لیدلوری روښانه کړي.
خو په دې هم ټینګار کېږي چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت سربېره باید د افغانستان په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع لپاره خپل منځي اختلافونه هم له منځه ولاړ شي.
محمد اشرف غنی غنی پرون د ټویټر له لارې په خپاره کړي پیغام کې که څه هم په دې اړه نور جزئیات نه‌ دي څرګند کړي، خو په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره‌ یې د وړاندې تګ هیله ښودلې ده.
د افغانستان ولسمشر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري پرون په کابل ښارکې خبریالانو ته ویلی، چې د سولې او له پاکستان سره د دولت په دولت د خبرو لپاره به سبا د “کابل پروسې” په کنفراس کې واضح طرحې وړاندې شي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې د کابل د پروسې په اړه څه نه دي ویلي او تل یې د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي دي.
په دې غونډه کې به افغان حکومت له طالبانو سره د سولې طرحه هم شریکه کړي.
د کابل غونډه به په درې برخو کې جوړه شي. پرانیستغونډه به یې د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا وي. ګروپي خبرې اترې، چې د سولې په برخه کې به د کریم خلیلي لخوا او له ترهګرۍ سره د مبارزې  برخه به د محمد حنیف اتمر له‎خوا رهبري شي.
خو د غونډې د پایلې ارزونه به د حکومت اجراییه رییس داکترعبدالله وکړي.
https://avapress.com/vdcamon6y49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته