دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 159158
یوناما د افغان حکومت له لوري له شرط پرته خبرو اترو د بیا ځلې غږ کولو هرکلی کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) له طالبانو سره له شرط پرته خبرو اترو لپاره د بیاځلې غږ کولو او د سولې لپاره د یوه چوکاټ روښانه کولو، چې نن په افغان پلازمینه کې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې وړاندې شو، هرکلی کوي.
د کابل د سولې پروسې په دوهم کنفرانس کې چې پنځه ویشت هیوادونو او نړیوالو بنسټونو ګډون کړی وه؛ د ملګرو ملتونو ماموریت د افغانانو تر منځ د خبرو اترو له لارې په کلکه د سولې د لرلید ملاتړ کوي او له ټولو ښکیلو خواوو غواړي چې زر تر زره د سولې په پروسه کې ورښکیل شي.
یوناما د سولې د بهیر د یوې برخې په توګه د ټولو موضوعاتو د بحث لپاره د افغان چارواکو د اعلام شوو تابیاوو؛ چې کلیدي برخې لکه اساسي قانون، د اشخاصو او بنسټونو په وړاندې د بندیزونو لرې کیدل او همدارنګه د بندیانو خوشې کول په کې راځي، ستاینه کوي.
یوناما د سولې د هرې ملي پروسې د یوې مهمې برخې په توګه له کنفرانس څخه وړاندې د سولې په اړه د ملي اجماع د جوړیدو لپاره، د حکومت او سولې عالي شورا له لوري، د هر اړخیزو سلا مشورو تصدیق کوي. ملګري ملتونه د راتلوونکو خبرو اترو او ډیالوګ په برخه کې د افغان ښځو پراخ او ژور ګډون ته لیوالتیا لري.
دغه کنفرانس د افغانستان ګاونډي دولتونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شوار پنځه دایمي غړي او نور ګوندونه سره راټول کړي، څو د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې لپاره لازمي اجماع جوړه کړي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8zvjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته