دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 159159
طالبانو د کابل پروسې غونډه دسیسه وبلله
طالبانو د امریکا د یو پخواني ډیپلومات برنټ روبن یو لیک ته چې طالبان یې پکې د سولې خبرو ته هڅولي او ورته یې ویلي چې پخوا یې د خبرو ډیرې مواقع د لاسه ورکړي خو اوس دې خبرې وکړي، په ځوابي لیک کې ویلي.
"مونږ مواقع د لاسه ندي ورکړي خو مونږ دسیسو ته مواقع هم نشو ویلې. د کابل پروسه او داسې نور کوښښونه په دی هدف ترسره کیږي چې اسلامي امارات پداسې وخت کې وسلې وغورځوي چې هغوي یو مغروره قدرت امریکا ته د هغوي د متحدینو سره ماتې ورکړیده."
طالبان د دغې لیک په سر کې د ښاغلي روبن د لیک نه مننه کوي او لیکي چې که چیرته مونږ په امریکا حمله کړی وی او په امریکایي ولس یو د شپې بریدونه کولی نو کیدی شي د هغه نظر بدل وی.
د طالبانو لیک د افغانستان حکومت د امریکا پشان حکومت بولي او وایي چې دغه حکومت په مونږ په زوره تپل شویدی "دغه وړاندیز چې مونږ د داسې حکومت قانوني حيثیت ومنو او ورسره خبرې وکړو، هم هغه فارمولا ده چې امریکا یې د دې جنگ د گټلو لپاره کاروي."
د امریکا د پخواني دیپلومات برنټ روبن د دې خبرې په ځواب کې چې وایي د طالبانو په بریدونو کې ملکیان وژل کیږي، طالبانو لیکلي "ملکیان ځکه وژل کیږي چې جنگ دوام لري. زیاتره ملکیان د امریکا په عملیاتو او هوایي بمباریو کې وژل شویدي، او که مونږ دا ومنو چې زمونږ په حملو کې هم ملکیان وژل شویدي نو بیا مونږ ته ځواب راکړه چې مونږ څه دا ډول حملو ته مجبوره کړي یو؟"
د یادونې وړ ده چې د طالبانو دغه لیک پداسې وخت کې خپور شویدی چې ولسمشر غني د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د یوه سیاسي چوکاټ د جوړېدو وړاندیز وکړ او وې ویل چې د طالبان دې د اوربند د اعلان ترڅنګ په یوه سیاسي ګوند بدل شي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناورټ افغانستان ته د کابل پروسې د کامیابۍ په هکله مبارکي ورکړه او په خپل ټویټر کې یې ولیکل چې "امریکا او نړیواله ټولنه د ولسمشر غني د حل لارې چې هغه په خپلې وینا کې وړاندې کړیده، ملاتړ کوي."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcft1dy1w6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته