کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ستانکزی: تروریستي ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه په استفادې ځوانان غولوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حوت 1396 ساعت 15:13

د افغانستان د ملي امنیت رئيس محمدمعصوم ستانکزی وايي، تروریستي ډلې خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته استفاده کوي.


ښاغلي ستانکزي، چې د پنجشنبې په ورځ 'د حوت نهمه د سرتیري ملي ورځ' په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل، د تروریستي کړنو په شک په افغانستان کې له نیول شویو بهرنیو اتباعو څخه د ملي امنیت ریاست تحقیقات ښيي، چې تروریستي ډلو له ټولنیزو شبکو څخه په اسفادې ځوانان غولوي او خپلو لیکو ته یې جذبوي.
هغه وویل "د دې پر ځای چې د مجازي نړۍ له دغو شبکو څخه د انسانیت په ګټه کار واخیستل شي، د ورورولۍ، پرمختګ او انکشاف لپاره کار واخیستل شي، له دغو شبکو څخه نن تروریستان او هغه کسان چې د انسانیت پر ضد دي، زیاته استفاده کوي، له همدې امله ډيرې ویښتیا ته اړتیا ده، چې موږ ترې زیاته استفاده وکړو".
د افغانستان د ملي امنیت رئیس زیاته کړه، چې تروریستي ډلو د ځوانانو د غولولو لپاره د سیمې په کچه جالونه خواره کړي دي.
ښاغلي ستانکزي د ځوانانو پر افکارو باندې د تروریستي شبکو د نفوذ د مخنیوي لپاره له کورني چاپیریال څخه د مبارزې پرپیلیدو ټینګار وکړ.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په کچه د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا په نتیجه کې، د افغان ځوانانو ترمنځ د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر، وټس‌آپ، وایبر، انسټاګرام او ټیلیګرام کارولو دود زیات شوی دی.
په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې د کنټرول لپاره یې افغان حکومت سږکال د انټرنیتي جرمونو قانون جوړ او توشیح کړ.


د مطلب کود: 159178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159178/ستانکزی-تروریستي-ډلې-له-ټولنیزو-رسنیو-څخه-په-استفادې-ځوانان-غولوي

آوا
  https://www.avapress.com