کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه جدي او اساسي ګامونه اخیستل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1396 ساعت 9:04

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن د ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو لوی قوماندان (جنرال ریکارډو مارکیو) او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان (جنرال نیکولسن) سره په کتنه کې وکړې.




د کورنیو چارو وزیر لومړی د یاد وزارت د ستراتیژیک پلان له مخې د اصلاحاتو راوستلو په اړه څرګندونو کې وویل:"مونږ د خپل ستراتیژیک لیدلوري له مخې د کورنیو چارو وزارت په اړوند ادارو او د کابل ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ اړوند امنیتي ادارو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کړي او د اصلاحاتو دا لړۍ مو په تدریج سره له مرکز څخه ولایتونو ته هم غځيدونکې ده."
ښاغلي برمک د کورنیو چارو په وزارت کې د سیستم جوړولو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د شویو کارونو او لاسته راوړنو په اړه د ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو لوی قوماندان جنرال ریکارډو مارکیو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال نیکولسن ته مالومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه: "موږ د کورنیو چارو په اړوند ادارو کې د چارو د سیسټماتیک کېدو له مخې د ټولو بیوکراسیو او خنډونو کلک مخنیوی کوو او د کابل ټرافیک پولیسو په ریاست کې مو پدې وروستیو کې د (نیمېز) سیستم فعال کړئ چې له مخې به یې په یاد ریاست کې د اداري فساد او بډو اخېستلو څخه په کلکه مخنیوی وشي."
د کورنیو چارو وزیر همدار راز له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د سرحدي او عامه نظم پولیسو د لیږدولو همدارنګه د ملي پولیسو د روزنې او سمبالتیا په اړه هم خبرې وکړې او د ملي پولیسو لپاره ښوونه او روزنه یې د یاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه یو بنسټیز لومړیتوب په ګوته کړ.
د ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو لوی قوماندان جنرال ریکاردو مارکیو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال نیکولسن د کورنیو چارو وزارت له اصلاحي پروګرامونو ستاینه او ملاتړ وکړ او د کورنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړ چې ناټو ځواکونه به له افغان ملي پولیسو سره د کلکې همغږۍ له مخې خپلو عملیاتو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي.
دغه راز په دې کتنه کې د فراه ولایت پر امنیتي وضعیت هم خبرې وشوې، په یاد ولایت کې د ترهګرو د ځپلو او لمنځه وړلو په موخه د نویو چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو ژمنه هم وشوه.
 


د مطلب کود: 159293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159293/په-کورنیو-چارو-وزارت-کې-د-اصلاحاتو-راوستلو-موخه-جدي-او-اساسي-ګامونه-اخیستل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com