دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 159295
د هیواد ځنی ولایتونو ۲۸ تنه ترهګر وژل شوی دی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرگندوی، چې افغان پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي او ترهګرو ته درنه مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي دفاع وزارت نن ورځ  د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۸ وسله‎وال وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتوی، چې یاد وسله‎وال په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
په یاد عملیاتو کې د ۱۳ وسله‎والو له ټپي کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.
خبر پانه ویلی دی، افغان پوځي عملیات د هوايي ځواک په ملاتړ، لغمان، غزني، پکتیکا، لوګر، کندهار، فراه، تخار، فاریاب، نیمروزو او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
خو تر اوسه  ددولت مخالفیانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcgyy9qnak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته