کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد ځنی ولایتونو ۲۸ تنه ترهګر وژل شوی دی

13 حوت 1396 ساعت 10:01

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرگندوی، چې افغان پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي او ترهګرو ته درنه مرګ‎ژوبله اوښتې ده.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ملي دفاع وزارت نن ورځ  د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۸ وسله‎وال وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتوی، چې یاد وسله‎وال په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
په یاد عملیاتو کې د ۱۳ وسله‎والو له ټپي کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.
خبر پانه ویلی دی، افغان پوځي عملیات د هوايي ځواک په ملاتړ، لغمان، غزني، پکتیکا، لوګر، کندهار، فراه، تخار، فاریاب، نیمروزو او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
خو تر اوسه  ددولت مخالفیانو په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 159295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159295/د-هیواد-ځنی-ولایتونو-۲۸-تنه-ترهګر-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com