د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې سلګونه خلکو لاریون وکړ او د ټرافیکو پرمخ تړلې.
یاد خلکو تر هغه وروسته لاریون وکړ اود کندهار اوکابل لویه لاره يې وتړله چې پرون شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند شېراباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ناپېژاندو وسله والو په مرموز ډول ووژل او یوه ښځه یې ټپي کړه او ۲ تنه يې له ځان سره یووړل.
یاد لاریون کوونکي چې د وژل شویو کسانو جسدونه هم له ځانه سره لېږدوي، له دولته د دغو وژل شویو کسانو د قاتلیونو غوښتنه کوي.
د یاد ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې خلکو لاریون کړی او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.