دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 159298
پاکستان: له افغانستان سره په صادارتي چارو کې کموالي او وارداتي چارو کې زیاتوالي راغلی
پاکستاني چارواکي وایي چې هېواد یې په وروستیو کلونو کې د افغانستان کابو پنځوس سلنه مارکیټ سهم له لاسه ورکړی دی.


د افغانستان او پاکستان د سوداګرېزو او صنایعو ګډ خونې مشر زبیر موتیوالا ډان نیوز ته ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د پاکستان سوداګرېزې چارې له ۲،۷ میلیارډ دالرو څخه ۱،۲ میلیارډ دارو راټېټه شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې پاکستان حتی په افغانستان کې د اوړو مارکیټ له لاسه وکړی دی ځکه هند د بلاعوضو مرستو یا سبسایډي پر اساس افغانستان ته سوداګرېزي توکې صادروي، د افغانانو لپاره د وېزو اسانتیاوې او نور سهولتونه برابره کړي دي.
ښاغلي موتیوالا وایي، په وروستیو کلونو کې د پاکستان روغتیایي سکټور هم زیانمنه شوې ده او زرګونه افغانان د درملنې لپاره هند ته سفر کوي چې له امله یې د پېښور روغتیایي سیاحت صفر فیصد ته رسېدلی دی.
هغه وایي افغانستان ته د اوړو په صادراتو کې د کموالي له امله کابو ۱۰۰ فابریکې تړل شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت بانک وروستي راپور ښیي چې د ۲۰۱۶ میلادي په پرتله په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له افغانستان سره د پاکستان د وارداتو په کچه کې زیاتوالي راغلی دی.
د راپور له مخې، پاکستان د ۲۰۱۶ په میلادي کال کې له افغانستان څخه ۴۰ میلیون ډالر واردات درلوده خو په ۲۰۱۷ میلادي کال د وارداتو کچه ۶۸ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhhevouqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته