دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 159302
غزني کې پیل شوی لاریون دوهمې ورځې ته وغځېد
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې چې تېره ورځ سلګونه خلکو لارینونه پیل کړي او وروسته بیا تر مرکز غزني ښاره هم ورسیدل، نن دوهمه ورځ هم ادامه لري.
دغه لاریون کوونکو پر لاریون سربېره د کابل ـ کندهار ترمنځ لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې هغه کسان دې محاکمه شي، کوم چې تېره ورځ په قره باغ ولسوالۍ کې د یو کورنۍ درې غړي په مرموز ډول ووژل او یوه ښځه ټپي شوه او ۲ تنه نور یې ژوندي له ځان سره یووړل.

د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې خلکو لاریون کړی او د کابل ـ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې.
نوموړی وايي چې دوی هم پلټنې پیل کړي چې د دغې کورنۍ غړي چا وژلي، څو قانوني چلند ورسره وکړي.
ښاغلي نوري ولایت مقام د یادو لاریون کوونکو د یو شمېر مسؤلینو سره خبرې پيل کړي او هڅه کوي چې دغه لاریون په سوله ییز توګه پای ته ورسوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx1dy0w6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته