کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د امام زمان پر جومات د خونړی برید طراحان نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1396 ساعت 16:44

په پلازمېنه کابل ښار کې د امام زمان پر جومات د خونړی برید طراحان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، نیول شوي کسان د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پورې تړاو لري.
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نیول شوي کسان هر یو احسان الله د کریم الله زوی او عمر د عبدالهادی زوی د ملي امنیت ریاست موظفینو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې احسان الله د داعش ډلې د پوځي مسوول په توګه او عمر د یاد ډلې د جلب او جذب د مسوول په توګه دنده ترسره کوله.
د ملي امنیت ریاست په وینا، نیول شوي کسان په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او د امام زمان پر جومات د برید ترڅنګ په یو شمېر نور ترهګرېز کړنو هم بوخت وه.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کابل په امام زمان جومات کې ځانمرګي برید د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې ترسره شوه جې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او دغه برید لږ تر لږه ۵۰ نور یې ټپیان کړل. ټول قربانیان ملکي وګړي وو. د اسلامي دولت خراستان څانګې د پیښې پړه منلې.
 


د مطلب کود: 159325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159325/په-کابل-ښار-کې-د-امام-زمان-پر-جومات-خونړی-برید-طراحان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com