دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 159340
د جوزجان او ارزګان ولایتونو کې د مسلح مخالفینو او داعش درنه تلفات
ملی دفاع وزارت وایی چی د هیواد دفاعی ځواکونو ۱۱ تهاجمی بریدونو په ترڅ کې په ۹ ولایتونو کې داعش ځواکونو او مسلح مخالفانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتی دی.

د افغان غږ خبری آژانس پرس په ریپورت سره، برید جنرال محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت ویاند معاون نن(یکشنبه) په یو خبری ناسته کې په کابل کې وویل: ملی اردو کماندو قطعات ۲۲ تهاجمی عملیات د تیرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په ځینو ولایتونو کې ترسره کړی او سربیره پردی، ۶ هوایی بریدونه هم د دشمن پر پټنځایونو ترسره شوی دی.
هغه وویل چی ددی عملیاتونو په لړ کې، ۲۰ تنه داعشیان د جوزجان په درزاب ولسوالی کې، ۱۵ تنه مسلح مخالفین د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالی، ۷ تنه د هلمند نادعلی ولسوالی او ګرمسیر او ګرشک کې، ۳ تنه مسلح مخالفین د زابل دای چوپان په ولسوالی کې، ۲ تنه مخالف وسله وال هم د بغلان ولایت بغلان مرکزی ولسوالی کې، ۲ تنه د فراه پشت رود ولسوالی او یو تن بل د غزنی په ګیلان ولسوالی کې وژل شوی دی.
رادمنش وویل چی د ۵۰ تنو تروریستانو وژل کیدو سربیره، ۲۷ تنه نور تروریستان هم ددی عملیاتونو په لړ کې ټپیان شوی دی.
د ملی دفاع وزارت ویاند معاون همدارنګه وویل چی ملی اردو انجنیری ټیمونه، ۳۳ حلقه ماینونه چی په سیمو کې د تروریستانو له لوری ځای پرځای شوی وو، کشف او خنثی کړی دی.
 
https://avapress.com/vdchkwnzv23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته