کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل امام زمان(عج) مسجد باندی د برید طراحانو نیول کیدنه

13 حوت 1396 ساعت 20:23

ملی امنیت عمومی ریاست منسوبین د داعش ډلی دوه لوړ پوړۍ کسان د کابل په ښار کې نیولی دی.



 
د آوا پرس خبرګزاری په ریپورت سره، ملی امنیت عمومی ریاست د داعش ډلې دوو تنو نیول کیدو څخه خبر ورکوی چی امام زمان مسجد باندی تروریستی برید کې لاس درلود.
دا دوه تنه احسان الله او محمد عمر نومیږی او په کابل کې د داعش ډلې د انتحاری بریدونو اصلی طراحانو څخه شمیرل کیږی.
دا دوه تنه د کابل په خیر خانه کې وو او هغوی دوه انتحاری کوونکې د مستعار(ابو زبیر خراسانی) په نامه او ابو جندالله ازبکی د ننګرهار څخه کابل کې امام زمان مسجد ته نږدی رسولی وو.
په هغه ویدئو کی چی ددی کسانو د اعترافانو څخه خپور شوی دی، یو د نیول شویو کسانو څخه پر امام زمان مسجد باندی د برید څرنګوالی په ښه توګه توضیح کوی.
نیول شویو په خپلو اعترافانو کې ویلی دی چی خراسان کې داعش ډلې رهبری سره د ننګرهار په آچین کې، اړیکه لری او توانیدلی دی لږ ترلږه ۲۰ تنه د زده کوونکو او په کابل کې زده کړه کړی غړیو څخه د داعش ډلې تبلیغ په نتیجه کې جوړ کړی.
ملی امنیت سرچینی وایی چی هغه بریدونه چی داعش یی مسؤولیت اخلی، د طیبه لشکر مثلث، داعش او حقانی شبکه له لوری او معمولآ ددی درو ډلو ترمنځ هماهنګی سره ترسره کیږی خو داعش یی مسؤولیت په غاړه اخلی.
 


د مطلب کود: 159342

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159342/کابل-امام-زمان-عج-مسجد-باندی-د-برید-طراحانو-نیول-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com