کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ له عطامحمد نور سره هوکړې ته رسیدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 حوت 1396 ساعت 11:28

د ملي وحدت حکومت د بلخ ولایتي شورا رییس په ډاګه کړې، چې ارګ او عطا محمد نور تر منځ دوه ورځنۍ خبرې بریالۍ پای ته رسیدلې دي.


د ارګ له لوري د بلخ جنجالي والي عطاء محمد نور ته د ملي امنيت ریيس معصوم ستانګزی او د اشرف غني د دفتر ریيس سلام رحيمي د خبرو اترو لپاره لېږل شوي وه.
یو شمېر سرچينو څرګنده کړې، چې د ارګ او عطاء نور د هوکړې له مخې؛ عطاء محمد نور به دنده پرېږدي؛ خو نوی ټاکل کیدونکی والي به د عطاء نور په خوښه بلخ ولایت ته راځي.
په دې وروستيو کې د اشرف غني له لوري د بلخ ولايت لپاره د عطاء محمد نور پر ځای انجینر داود د بلخ والي وټاکل شو؛ خو تر اوسه ارګ بریالی شوی نه دی، چې عطا محمد نور ګوښه کیدو ته اړ کړي او پر ځای یې خپل ټاکلی والي رسماً دغه مقام ته وروپېژني.
 


د مطلب کود: 159359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159359/ارګ-له-عطامحمد-نور-سره-هوکړې-ته-رسیدلی

آوا
  https://www.avapress.com