کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق‌العاده غونډه جوړه شوه

14 حوت 1396 ساعت 21:11

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق‌العاده غونډه نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه.




له اجنډا سره سم د عدلیې وزیر او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس د ملکي خدمتونو د قانون د ځینو برخو د زیاتولو او تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغوی وویل، د تعدیل یاده طرحه د قوانینو د کمېټې په غونډه کې تائید او بیا د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ غونډه کې چې د دولتي ادارو وزیرانو او رئیسانو په کې برخه اخیستې وه، بیا ځلي تر بحث لاندې ونیوه چې موخه یې د معین په کچه د لسګونو بستونو جوړول او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د استخدام په پروسه کې ښه‌والی دی.

کابینې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ځینو برخو د زیاتولو او تعدیل پر طرحې له هر اړخیز بحث وروسته هغه تائید او د عدلیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې پړاوونه یې بشپړ کړي.

ورپسې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس د راستنېدونکو، کورنیو بیځایه شویو، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو د بیا ادغام په موخه د مناسبې ځمکې د تشخیص او ویش او د مناسبې بیې کورونو د جوړولو طرحې مسوده غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه د دغې طرحې موخه د بیا ادغام په خاطر د مناسبې ځمکې د تشخیص او ویش او د مناسبې بیې کورونو د جوړولو، د راستنېدونکو، کورنیو بیځایه شویو، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو اړمنو کورنیو ته د یو عادلانه، شفاف او موثر سیستم د ایجادولو له لارې د دولتې ځمکو وېش، د هغوی د تشخیص په خاطر د معیارونو تطبیق، تر ټولو زیاتو زیانمو ته د لومړیتوب ورکول او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په خاطر د دولتي وېشل شوې ځمکې څخه د پانګونې او بهتره معیشت په خاطر استفاده، ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید او د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره یې موظفه کړه چې یاده طرحه د غونډې د یادوونو په نظر کې نیولو سره تصحیح او هغه د اجرائیوي فرمان په حیث طی مراحلو ته چمتو کړي.#تازه


د مطلب کود: 159404

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159404/د-جمهور-رئیس-غني-په-مشرۍ-کابینې-فوق-العاده-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com