د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ترهګرې ډلې غوښتل د هاموې ټانک په وسیله په دې ولایت کې ځانمرګي برید ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ترهګرو په دغه ټانک کې لسګونه کیلو ګرامه چاودېدونکې توکې ځای پر ځای کړي وه.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه موټر بم نن سهار د اسمعیل خېلو ولسوالۍ په زني خیل کلي کې په نښه او شنډ کړ.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خوست د افغانستان په سوېل ختېځ کې د هېواد د نسبتاً امنو ولایتونو څخه شمېر کیږي خو د خوست ولایت په ځېنو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو، حقاني شبکې، او القاعده وسله والو لا هم فالیت لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)