دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 159457
د غزنې لاریون څلورمي ورځې ته وغځید

د غزني ولایت والي انجنیر عبدالکریم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار او قره‎باغ ولسوالۍ کې پیل شوی لاریون  څلورمې ورځې ته ورسید.
هغه وايي، د لاریون له امله د کابل ــ کندهار ترمنځ لویه لار تړل شوی او  همدارنګه لاریون کوونکې د ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمې وهلي دي.
ښاغلی متین وايي، قره‎باغ ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په موخه د امنیه قوماندان په مشرۍ پلاوی استولی او تر دا مهال یې ۲ مشکوک کسان هم نیولي، خو په خبره‌یې چې د اصلي مجرمینو په نیولو لا هم نه‎دي توانیدلي.
نوموړی وايي، نه غواړي په دغه مجرمینو پسې پوځي عملیات ترسره کړي او هڅه کوي چې دغه ستونزه د قومي مشرانو په مرسته حل کړي چې په خبره یې لا هم هڅې روانې دي.
https://avapress.com/vdcgny9quak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته