دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 159469
د غزني ولایت امنیتي چارواکو په وینا لاریون کوونکې غوښتل د کندهار- کابل پر یو بل سرک هم خیمه ولګوي، خو لاریون یې له پولیسو پر تاوتریخوالي اوښتی دی.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د شېرآباد سیمې خلکو ادعا کړي چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو پرلاریون کوونکو باندی  ډزې کړې دي او ۵ کسان یې ټپیان کړي دي.
د دغو خلکو لاریون په څلورمه ورځ هم روان دی او له کبله یې د کابل- کندهار لار تړلې پاتې ده.
دا لاریون له هغه وروسته پیل شو، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د نیخته کلي اوسیدونکیو د پولیسو په جامه کې پر کورونو چاپه واچوله دوه کسان یې ووژل، دوه ښځې یې ټپي کړې او دوه نور یې له ځان سره وتښتول بوتلل.
لاریون کوونکې د پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو او د تښتول شویو د خوشي کولو لپاره لومړی لاریون پیل مد چې دا دی لاریون یې څلور ورځنی هم شو.
د نیختې کلي اوسیدونکیو د شېرآباد د خلکو ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی هم تېره شپه پرېکړه کړې وه، چې د تحصن خیمه ولګوي؛ خو د پولیسو په غوښتنه له دې کاره تېر شوي دي.
په غزني کې اعتراض کوونکیو د سړک دواړو غاړیو ته په سلګونه د مسافرینو موتر او باري لارۍ ولاړ او د سیمې د خلکو پلورنځي هم بند دي؛ خو د ښار هوټلونه له مسافرو ډک دي.
یو هټیوال وایي، دا څلورمه ورځ ده، چې د دکانونو د تړلو خبرې اورو.  یوازې نانوايي او هوتلونو ته اجازه ورکړ شوې نور زمونږ کار و بار په ټپه ولاړ دی.
د غزني والي ویاند عارف نوري وايي، د ولسمشر د سلاکار وزیر اسدالله وفا په مشرۍ یو پلاوی رتارسیدلی او د ستونزې پعه اړه  یې خبرې روانې دي.
د نوموړي په وینا؛ اعتراض کوونکیو د ښار په منځ کې د خلکو د تګ راتګ لارې بندې کړې؛ خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي.
له بلې خوا، ټولنیزو او مدني فعالانو د کابل ښار له عیدګاه سره د غزني د اعتراض په ملاتړ لاریون ته خلک وربللي. په دې لاریون کې پر حکومت غږ شوی، چې د غزني د اعتراض کوونکیو غوښتنې ومني.
ویل کیږي، چې د کابل- کندهار د لارې تړل کیدو ټنونه میوه خوړینه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcjmhevhuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته