دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 159471
ارګ ماڼۍ: د سولې په اړه د ځینو شخصیتونو وړاندیزونه د هغوی شخصي نظر دی
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د سولې په اړه د ګوندونو او سیاسي شخصیتونو طرحې او نظرونه هغوی ته د درناوی وړ دي، خو د سولې په اړه د حکومت رسمي دریځ د کابل پروسې په ناسته کې واضح شو.

په افغانستان کې سوله هغه ارمان دي چې تر اوسه یې د پوره کېدو لپاره هڅو د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.
د همدې هڅو په دوام حزب اسلامي هم یوه طرحه حکومت ته سپارلې، خو افغان حکومت وايي، د سولې په اړه یې رسمي دریځ د کابل پروسې په ناسته کې واضح کړی دی.
د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د ټولو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو طرحو او نظریاتو ته احترام لري، خو رسمي دریځ یې وار له مخه د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې بیان کړی دی.
https://avapress.com/vdccmoqss2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته