دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 159472
په ننګرهار کې هوایی بریدونو له امله څلور داعشیان وژل شوی
د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې څلور وسله وال وژل شوي.

د هیواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی په ناوه ګې په سیمه کې د هوایي برید په پایله کې د داعش دوه غړي او کونړ ولایت کې د وته پور ولسوالی په کورباغ سیمه کې هم د هوایی برید له امله دوه تنه نور داعشیان وژل شوی دی.
د سیلاب قول اردو په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو دفعالیت سیمه ګڼل کېږي.
کونړ هم د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcd5n0fxyt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته