د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عطاالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی دا پیښه نن سهار ۶:۳۰ بجو په شاخوا د بهسود ولسوالی دو سرکه په سیمه کې رامنځته شوی چی له امله یی دوه تنه هم ټپیان شوی دی.
ددی سیمه ایز چارواک په وینا د تیلو تانکر د یو مقناطیسی ماین چاودنې له امله اور اخیستۍ دی.
د اور پراختیا وروسته ۳۰ دکانونه هم اور اخیستي او میلیونونه افغانی زیان اړولي دی.
اور وژنې مسؤولین رسنیو ته ویلی دی چی دا اور لګیدنه نن سهار ۷:۰۰ بجو په شاوخوا له منځه وړل شوی دی.