کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لویې څارنوالۍ د مرکزي او ولایتي څانګو په تشکیلاتو کې د ښځو ونډه زیاتېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 حوت 1396 ساعت 19:34

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ښځو د حقوقي ستونزو د هوارولو لپاره یې، تصمیم نیولی چې په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ په تشکیلاوتو کې، د ښځو ونډه زیاته کړي.


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د دې لپاره چې د مرکز او ولایتونو په عدلي او قضايي ارګانونو کې، د ښځو حقوقي ستونزې له کلتوري بندیزونو پرته، په ښه توګه هوارې شوې وي، پرېکړه شوې چې د لویې څارنوالۍ په تشکیلاتو کې د ښځینه مسلکي کارکوونکو ونډه زیاته شي.
لویې څارنوالۍ په دې مقصد، د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۱۵» د شرعیاتو او حقوقو د پوهنځنیو له شااوخوا ۲۳۰ ښځینه فارغانو نه ازموینه واخیسته.
لوی څارنوال فرید حمیدي وویل، د دغې ادارې په تشکیلاتو کې به د ښځینه مسلکي کارکوونکو شمولیت، د هېواد خلکو او نړیوالو ته وښيي چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه د قانون د حاکمیت او د عدالت د تامینولو په برخه کې، له بل هر وخت نه زیات جدي دي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي.
نوموړي زیاته کړه:
"راپورونه وايي، افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره تر ټولو بد ځای دی، خو نن په دغه تالار کې د افغانستان یوه نوې څېره وینم، همدارنګه د عدالت د تامین او د قانون د حاکمیت لپاره اراده او ژمنتیا وینم، دغه نوې څېره د جنګ او لوخړو څخه د یوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره قیام کوي."
د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، دغې ادارې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو د رسمي ګډون په هدف، شپږ میاشتې مخکې د شرعیاتو او حقوقو د پوهنځیو د ۳۰۰۰ ښځینه فارغانو غوښتنلیکونه اخیستي وو چې له دې جملې نه یې ۲۴۸ وړ بللي او د « اسیا بنسټ » په ۶ میاشتیني روزنیزو پرواګرامونو کې يې روزلي دي.
لويې څارنوالۍ دا ونه ویل چې له دې جملې نه به څو تنه ښځې غوره کېږي خو امتحان یې د سې شنبې په ورځ واخیستل شو.
لویه څارنوالي په داسې حال کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو حقونو ته د رسېدګۍ خبرې کوي چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې د ښځو ډېری حقونه ترپښو لاندې کېږي.
د اسیابنسټ چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي او تخنیکي مرسته یې، له دغه روزنیز پروګرام سره مالي او تخنیکي مرستې کړي، استازې راضیه ستانکزۍ، امتحان ته له اماده شویو نجونو او ښځو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د تامینولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.
د حقوقي چاروپوهان دغه اقدام پرځای او د بې برخې ښځو د حقونو د تامینولو لپاره مهم ګڼي.
د دغو کارپوهانو له ډلې ګل رحمن قاضي ازادي راډیو ته وویل:
"د یوې ټولنې په چارو کې د ښځو ونډه یو مسلم حقیقت دی، ډېری ښځې په جنګونو کې بې سرپرسته پاتې دي او د تحقیق په لومړۍ مرحله کې ښځه، ښځې ته خپل حالت د نارینه په نسبت ته ښه بیانولی شي نو په دغو موضوعګانو کې د ښځو برخه ډېر مؤثریت لري."
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اوس هم روان دی او په هرو میاشتو کې د دغو پېښو په لګسونو قضیې ثبتوي.
د اکمیسیون وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض داسې پېښې هم شته چې ډېرې یې پټې ساتل شوي دي.
دا کمېسیون وايي، که د دوی حقونو ته د عدلي او قضايي ارګانونو او په تېره د مسلکي ښځو لخوا پام وشي، په دغو قضیو کې به کموالی راشي.
 


د مطلب کود: 159482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159482/د-لویې-څارنوالۍ-مرکزي-او-ولایتي-څانګو-په-تشکیلاتو-کې-ښځو-ونډه-زیاتېږي

آوا
  https://www.avapress.com