کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا وایي طالبان دی د سولې په وړاندیز غور وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 حوت 1396 ساعت 20:39

جمهور رئیس غني تیره اونۍ په کابل کې د طالبانو سره د سولې د خبرو یو پلان څرگند کړ او طالبان یې د یو سیاسي سازمان په توگه یاد کړل. خو طالبانو د پخوا په څیر د واشنگتن سره د مخامخ خبرو ټینګار کړې.


د جنوبي او منځنۍ آسیا دپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز د دوشنبې په ورځ (جنوري۵) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، پدې باور ده چې که پاکستان په طالبانو فشار راوړي او د سولې خبرو ته يی اړ باسي، نو د سولې پروسه به ګړندۍ شي.
 
میرمن ویلز د افغانستان د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول ډير با ارزښته وګڼو او وی ویل واشنګټن ددغه رول د ترسره کولو دپاره د اسلام اباد سره پرله پسې تماسونه لري.
جمهور رئیس غني تیره اونۍ په کابل کې د طالبانو سره د سولې د خبرو یو پلان څرگند کړ او طالبان یې د یو سیاسي سازمان په توگه یاد کړل. خو طالبانو د پخوا په څیر د واشنگتن سره د مخامخ خبرو ټینګار کړې.
امریکايي دیپلوماته الیس ویلز وایي"طالبانو ته دا وړاندیز د تسلیمیدو مانا نلري. خو د یو سیاسي چوکاټ د رامنځ ته کولو دپاره یو ریښتونی او د درناوي وړ بهیر او یو تاریخي گام دی."
د میرمن ویلز په وینا د اسلام اباد په دریځ کې کوم غوڅ او د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.
ددی سربیره د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې، ډانا وایټ د یکشنبې په ورځ (جنوري۴) خبریالانو ته وویل چې پاکستان دې د ترهگرۍ ضد جگړه کې زیاته همکاري وکړي. د دفاع وزارت په باور دا يو مهم پړاو دی او د پاکستان دپاره یو فرصت دی چې له دې ګټه واخلي، ځکه پاکستان په خپله ترهګرۍ ځپلی دی. امریکايي مقامات وایي د پاکستان سره گډ او دوامدار کار غواړي او ګوري چې په کومو برخو کې فرصتونه شته.
چین د سه شنبې په ورځ (جنوري۶) وویل چې پاکستان د ترهګرۍ ضد یو ښه مبارز دی. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند گنگ شانگ په بیجنګ کې مطبوعاتو ته وویل چې د پاکستان حکومت او خلکو یې د ترهگرۍ ضد جګړه کې ډیره قرباني ورکړې او په دې جگړه کې یې ونډه اخیستیې ده.
امریکا وایي طالبانو ته د سولې وړاندیز د تسلیمیدو مانا نلري.
د امریکا د دفاع وزارت ویاندې ډانا وایت هم طالبانو ته د جمهور رئیس غني د سولې د خبرو پیشنهاد په هکله وویل چې امریکا غواړي د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي څو په هغه هیواد کې تشدد او جگړه ختمه شي. ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۲۷مه نیټه ازبکستان کې یوه نړیواله غونډه هم جوړه شي چې پکې به د پاکستان دبهرنیو چارو د وزیر په ګډون دنړۍ دیو شمیر هیوادونو مشران افغانستان کې دسولې په موضوع خبرې وکړي.


د مطلب کود: 159490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159490/امریکا-وایي-طالبان-دی-د-سولې-په-وړاندیز-غور-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com