کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زمبابوي په کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حوت 1396 ساعت 9:34

زمبابوي د کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې پرون د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.


د لوبې پچه زمبابوي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۹۶ منډې جوړې کړې.
د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبغاړي ښه وځلیدل او وتوانیدل چې په ۴۷ اورنو کې د زمبابوي ټول لوبغاړي وسوځوي.
راشد خان او مجیب الرحمن هر یو درې وکټونه ترلاسه کړل، دولت ځدران دوه وکټونه، او محمد نبي یوه وکټ ترلاسه کړه.
خو د توپ وهنې په برخه کې افغان لوبغاړي ښه و نه ځلیدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره او له ۴۹،۳ اورنو څخه یوازې ۱۹۴ منډې جوړې کړې.
له دې سره افغان لوبډله پرون د نړیوال جام د غوراوي سیالیو دوهمه لوبه له لاسه ورکړه چې له ډلې څخه رحمت شاه ۶۹ منډې او محمد نبي ۵۱ منډې جوړه کړه.
محمد شهزاد هم وتوانید ۲۴ منډې جوړه کړي خو نورو لوبغاړو د توپ وهنې په برخه کې ښه و نه ځلیدل.
له دې وړاندې او د سیالیو په پيل کې اسکاټلند افغان لوبډلې ته د اوو وکټونو په توپیر ماتې ورکړی وه.
 


د مطلب کود: 159499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159499/زمبابوي-په-کرکټ-کې-افغانستان-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com