کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: د پاکستان په چلند کې مثبت بدلون ندی راغلی

16 حوت 1396 ساعت 9:41

د امریکا یولوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې په کابل کې د سولې د پروسې د غونډې نه وروسته یې د پاکستان په چلند کې کوم مثبت بدلون ندی لیدلی.


 امریکا پاکستان ته امنتیي مرستې ځنډولي دي نو د پاکستان نه اوس تر کومه حده دا تمه کیدی شي چې هغوي به د افغانستان په سولې کې رول ولوبوي، هغه وویل مونږ د پاکستان د حکومت سره د اړیکو په لمړني پړاو کې یو ، د دواړو ملکونو لوړپوړي چارواکي به ملاقاتونه هم کوي. د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت نه تهمینه جنجوعه هم امریکا ته سفر کوي.
هغه وویل "مونږ د پاکستان نه، نه لیري کیږو، پوځي او ملکي مشران به د یو بل سره ډیرې قوي خبرې وکړي چې مونږ څنگه یو ځای کار کولی شو او د افغانستان په ثبات کې پاکستان مهم رول لوبولی شي."
هغه وویل چې د سولې د پروسې په غونډه کې د پاکستان ډیر مهم رول و. "مونږ دا فکر کوو چې پاکستان د مذاکراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کولی شي. او داسې اقدامات کولی شي چې په طالبانو فشار زیات شي او هغوي دیته مجبوره شي چې خبرو ته کیني. مونږ د پاکستان په اندیښنو هم غور کوو او دا چې په افغانستان کې د ثبات لپاره څنگه یو ځای کار کولی شو."
هغه وویل چې په افغانستان کې یې په طالبانو پوځي فشار ته دوام ورکړیدی او کوښښ کوي چې د پوځي فشار د لارې هغوي مذاکراتو ته تیار کړو.
د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي دا هم وویل چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ډیرې مهمې دي او د دغو گاونډي ملکونو د اړیکو د ښه والي لپاره هم کوښښونه دوام لري.
 


د مطلب کود: 159502

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159502/امریکا-د-پاکستان-په-چلند-کې-مثبت-بدلون-ندی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com