دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 159518
ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې کوربتوب کوي
ازبکستان غواړي د خپل ګاوڼډې افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دپاره یوه نوې لار پرانیزي.

د تاشکند حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې د مارچ میاشتې په ۲۶ او ۲۷ به "د افغانستان په مشرۍ او اختیار د ملي پخلاینې" کنفرانس یو نوی پیل وي.
دا لا نه ده معلومه چې آیا د طالبانو استازي به پدې کنفرانس کې ګډون وکړي که نه، خو جمهور رئیس محمد اشرف غني به پدې ارتباط مهمه وینا ولري. د افغانستان د سولې په ارتباط دا لمړنۍ غونډه ده چې د ازبکستان جمهور رئیس شوکت مرزایوف به يي کوربه وي. جمهور رئیس مرزایوف په ۲۰۱۶ کال کې واک ورسیدو او ژمنه يي وکړه چې د دوه دیرش میلیون نفوس او غني طبعیي منابعو لرونکی ازبکستان به نورې نړۍ سره وصل کړي.
تاشنکند د افغان سولې کنفرانس دپاره د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش او په أفغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تدماچي یاماماتو په شمول، د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسۍ فیدیریکا موګیرني، او د چین، روسیې، امریکا، بریتانیې او ډیرو نورو هیوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړې.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه شوې چې دا بلل شوي کسان به ګډون وکړي که نه. د جمهور رئیس مرزایوف دفتر تیره اونۍ وویل چې د امریکا جمهور رئیس ډانلد ټرمپ د یو پیغام په ترڅ کې ددی کنفرانس ملاتړ کړې او ویلي يي دي چې حکومت يي پدې کنفرانس کې د خپل پلاوي په لیږلو غور کوي.
د ازبکستان د بهرنیوچارو وزارت وایي دوئ داسی تمه لري چې ددی کنفرانس په نتیجه کې به داسی پریکړې ته ورسیږي چې د افغانستان په سیاسي بهیر کې د وسله والو مخالفینو ادغام تضمین کړي او تروریزم که په هره بڼه وي، وغندل شي.
یاد وزارت وایي د تاشنکند کنفرانس په جوړولو، ازبکستان هیڅ داسی اراده نلري چې محدود يي وساتي بلکې په ډير زیار هڅه کوي چې دوه اړخیزه او څو اړخیزه لارې چارې ولټوي ترڅو په افغانستان کې یوه سوله ایزه سیاسي حل ته د تشویق سبب شي.
جمهور رئیس مرزایوف د پخواني شوروي اتحاد پدې اکثریت میشته مسلمان جمهوریت کې د ولسمشر اسلام کریموف د مرګ وروسته واک ته ورسیدو. کریموف نژدي نیمه پیړۍ د ازبکستان جمهور رئیس و. هغه وخت د لویدیځ سره د تاشکند اړیکې ځکه خرابې وی چې د کریموف حکومت د بشري حقونو په سرغړونو تورن ګڼل کیدو.
مرزایوف وعده کړې چې خپلې طبعې زیرمې به ازاد بازار ته پریږدي او په لوړ غږ یي داسی دیپلوماتیکه هڅه کړې چې خپل هیواد ته بهرنۍ پانګه جلب کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezo8zvjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته