دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 159553
کابل او تهران د ترهګرو مخنیوي لپاره په سرحدي همکاریو غږېدلي
د افغانستان د دفاع وزارت یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته تللی دی چې په دوه اړخیزو روابطو، دفاعي همکاریو او سرحدي مسایلو باندې خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژي معین تمیم عاصي د پلاوي مشر دی. دوی د چهارشنبې په ورځ (مارچ۷) په بهرنیو چارو کې د ایران د ځواکونو له لوی درستیز جنرال قادر نظامي سره لیدلي او خبرې یې کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې پلاوی به له ایراني چارواکو سره د سرحدونو د امنیت په برخه کې خبرې وکړي.
هغه وویل "موږ له ایران سره اوږد سرحد لرو او په دې هکله خبرې کیږي چې تروریستان له سرحد نه اخوا دیخوا وانه وړي او نور مسایل څنګه وڅارل شي. عمومي خبرې ورسره کیږي چې له تروریزم سره مبارزه د ایران په ګټه هم ده، که دوی موږ سره همنوا او همغږي وي، که په سرحد کې یوه پېښه کیږي په هکله یې تدابیر ونیول شي."
ټاکل شوې چې افغان پلاوی به د ایران له دفاع وزیر، د سرحدي ځواکونو له مشر او د بهرنیو چارو له معین سره هم وویني. لا د دوی د خبرو نور جزییات نه دي څرگند شوي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس وايي تېره میاشت د ایران او افغانستان د دفاع وزیرانو د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارې غوښتنه وکړه. دوی دا خبره هم کړې وه چې باید له سوریې او عراق څخه د ترهګرو ډلو د تښتېدلو مخه ونیول شي او پرېنښودل شي چې نورو ځایونو کې پناه ځایونه جوړ کړي.
کابل او تهران د ۲۰۱۷ کال په جون کې پر امنیتي، دفاعي، اقتصادي، او نورو برخو کې د همکاریو د زیاتولو لپاره غونډه کړې وه. ایران او افغانستان ګاونډیان دي او ځینو افغانانو او امریکايي چارواکو پر تهران دا تور هم لګولی چې په افغانستان کې له ځینو وسله والو ډلو ټپلو سره مرستې کوي.
همدا څو ورځې وړاندې د تاپي پروژې تر پرانیستلو مخکې په هرات کې یوه وسله واله ډله تسلیم شوه او ادعا یې وکړه چې په ایران کې روزل شوي او د تاپي پروژې پر مراسمو د برید لپاره استول شوي وو. خو تهران دا تورونه ردوي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو مسئله هم ده چې دواړه هېوادونه هڅه کوي دا مسئله د خبرو له لارې حل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkn0fsyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته