دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 159571
د وزیر محمد اکبر خان ملي پارک د بنسټ ډبر کېښودل شوه
په پلازمېنه کابل ښار کې د وزیر محمد اکبر په تپه کې د ملي پارک د جوړولو بنسټ نن کېښودل شوه.


د هند سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د وزیر محمد اکبر خان په تپه کې د ملي پارک د جوړولو بنسټ د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او په کابل کې د هند سفیر ښاغلي منپریت وهرا له خوا کېښول شوه.
خرپاڼه زیاتوي، چې د وزیر محمد اکبر خان په تپه کې د ملي پارک د جوړول ترڅنګ به یوه یادګاري څلی هم جوړه شي.
په کابل کې د هند سفارت په وینا، هند حکومت د وزیر محمد اکبر خان په تپه کې د ملي پارک او د یادګاري څلی د جوړلو لپاره یو میلیون ډالر ژمنه کړی دی.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
د ۲۰۱۶ میلادي کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5n0ffyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته