دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 159593
کونړ: د پاکستان طالبانو مشر د ملا فضل الله زوی  او ۱۹ ځانمرګي وژل شوي
د افغانستان په ختېځ کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو مشر د ملا فضل الله د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
د پاکستان تحریک طالبان ډله ځایي رسنیو ته ویلي، چې د ملا فضل الله زوی عبدالله او ۱۹ نور وسله وال د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې وژل شوي.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۱۹ تنه ځانمرګي بریدګر شامل دي او تازه هوایي برید د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو پر اساس ترسره شوې ده.
په همدې حال کې باورې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي.
د سرچېنو په وینا، دغه هوایي برید د کونړ ولایت په سلطان خېلو سیمه کې ترسره شوی.
سرچینې زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې د غازي کمپ په نوم د تحریک طالبان پاکستان پټنځای په نښه شوې ده.
راپورونه ښیي چې په دغه برید کې د باجور ایجنسي لپاره د تحریک طالبان پاکستان مشر ګل هم شامل دی.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwwnzx23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته