دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 159605
د طالبانو سره د حکومت سولې په اړه د عبدالله عبدالله څرګندونې
عبدالله عبدالله د ملی وحدت حکومت اجرائیه مشر د طالبانو سره د حکومت سولې په اړه ویلی دی چې حکومت د سولې لپاره ژمن دی خو طالبان باید ترګریز کارونو څخه لاس واخلی.

عبدالله عبدالله نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت کې په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال د سولې په هکله خبری وکړی.
ښاغلي عبدالله وایي، ملي یووالي حکومت چمتو دی چې وسله وال طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه وپیژني.
خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ټینګار کوي چې وسله وال طالبان باید ترهګریز کارونو څخه لاس واخلی.
نوموړی په همدې حال کې ډاډ ورکړ چی د حکومت هر کړنه به د خلګو سره شریکه شی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیلی لپاره چمتووالی نه دی ښودلی او یوازې له امریکا سره د مستقیمو خبرو په هکله پر خپلې غوښتنې ټینګار  کوي.
بلخوا د  جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الاس ویلز د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د وسله والو طالبانو مشرتابه دې د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي.

 
https://avapress.com/vdcbg9b8srhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته