دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 159618
په ننګرهار کې د طالبانو د کشفي اړېکو مسئول ووژل شو
په ختېځ ننګرهار ولایت کې ځایي چاواکي وایي، د وسله والو طالبانو د کشفي اړېکو د مسئول په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې په سره رود کې د يو سرګروپ او اړيکو مسئول په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ، د کشفي اړيکو مسئول او درې نور غړي وژل شوي او همدا راز يو سرګروپ او يو غړی يې ټپيان شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو کرولا ډوله موټر، څلور عرادې موټر سايکلونه، او مهمات لمنځه وړل شوي او څلور ميله کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې ځایي چارواکي وایي، دغه راز تر شک لاندې دولس تنه هم نيول شوي چې تر پوښتنو لاندې دي.
د يو بل خبر له مخې وړمه شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې بټي کوټ ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو مالي مسئول وژل شوی او درې عرادې موټر سايکلونه لمنځه وړل شوي.
د دولت ضد وسله والې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcfy1dycw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته