کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د غوښتنو په اړه د حکمت خلیل کرزي څرګندونې

19 حوت 1396 ساعت 10:08

په داسې حال کې چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو لپاره د پاکستان د صادقانه همکاریو د ترلاسه کولو په موخه هلې ځلې روانې دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي وایي پاکستان لا هم د افغانستان او هند ترمنځ د موجود اړېکو په اړه اندېښنې لري.


ښاغلي کرزي د دې سوال په ځواب کې چې ایا  پاکستان نه غواړي چې افغانستان او هند دې نېږدې اړیکې ولري، ازادي راډیو ته ویلي «مشخص نه وايي، خو دا په ډېر وضاحت وايي چې ستاسو دوو هېوادونو استخبارات چې د افغانستان ملي امنیت دی او د هند استخبارات دي خپلو کې نېږدې اړیکې لري، پخوا یې دا هم ویل چې په افغانستان کې هندوستان ۱۲ کونسلګرۍ لري، ډېر داسې مسایل شته چې حقیقت نه لري، له همدې کبله مو ورته ویلي چې راشئ، او له موږ سره کېنئ.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «عمل ګډ پلان» په چوکاټ کې دوه اړخېزه مذاکرات پرته له کوم پرمختګه پای ته ورسېد.
افغان چارواکي وایي، له ترورېزم سره مبارزې، د تاوتریخوالي په کمولو او د سولې لپاره د جوړجاړي په برخو کې نتیجه محوره او مشخصه اقدامات د افغانستان په لومړیتوبو کې شامل وو چې د «سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان» د وروستي غونډې په لړ کې پرې بحث او خبرې هم شوي.
خو د افغان چارواکو په وینا، د دغو خبرو په پایله کې افغان پلاوي له پاکستان سره د دغو موضوعاتو په اړه موافقې ته نه ده رسېدلي.
بلخوا ښاغلي کرزي ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په تېرو څو کلونو کې له پاکستان څخه پرلپسې یوه روښانه غوښتنه کړې او هغه دا چې له ترهګرۍ او افراطیت څخه دې په افغانستان کې د یوې وسیلې په توګه کار نه اخلي.
 


د مطلب کود: 159693

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159693/د-پاکستان-غوښتنو-په-اړه-حکمت-خلیل-کرزي-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com