کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: دښمن له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حوت 1396 ساعت 11:33

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هېواد دښمنان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي قوا، مسلکي ځواکونه دي او له ټولو خلکو پورې اړه لري او د قوې مشروع استعمال دغو ځواکونو پورې منحصر دی.



نوموړی د هېواد د قول اردوګانو له قوماندانانو سره د کتنې پر مهال وویل، چې ستاسې مېړانې اوسرښندنو د افغانستان بقا تضمین کړې او د خلکو او د نړیوالې ټولنې د اعتماد لامل شوي.
هغه زیاته کړه، چې تاسو د مسلکي او ملي قواو په اړه ملي اجماع رامنځته کړې او اوس زمونږ تمرکز د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر اصلاحاتو دی.
ولسمشر غني پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو اعتماد یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله وې ویل، د ټاپي پروژې د کار د پیل د امنیت تامین او په دې برخه کې د رامنځته شوې همغږي له امله د لویدیځ زون ټولو خلکو او علما ستاسو ستاینه او پر تاسو ویاړ کاوه.
د لسمشر غني په وینا، د انکشافي پروژو امنیت باید تامین شي، ځکه د خلکو ژوند او هوساینه د دغو پروژو تطبیق او انکشاف پورې تړلی دی.
نوموړی په همدې حال کې  د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو وغوښتل چې له خالد عملیاتو څخه شوې  زده کړې په نصرت عملیاتو کې تطبیق کړي.
په راتلونکو ټاکنو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رول په اړه ولسمشر غني وویل، چې د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت تامین باید زموږ د امنیتي پلانونو  برخه وي.
 


د مطلب کود: 159707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159707/غني-دښمن-له-افغان-امنیتي-او-دفاعي-ځواکونو-سره-د-مخامخ-جګړې-توان-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com