دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 159728
پنتاګون: افغان هوایی ځواک لپاره د ۸۶،۴ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد
د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وایی چی افغان هوایی ځواک تجهیز لپاره یو نوی قرارداد د Orbital ATK شرکت سره د ۸۶،۴ میلیونو په ډالر ترسره شوی دی.
 
د پنټګان په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي دی چې د ۸۶،۴۰۲،۰۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوی قرارداد په ټیکزاس کې میشت Orbital ATK شرکت ته ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد شرکت به د نوی قرارداد پر اساس د افغان هوایي پوځ د AC-208 ډوله کشفي الوتکو د برابرولو لپاره د اړتیاوړ خدمتونو وړاندې کړي.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، یاد قرار داد د ۲۰۱۹ کال جون میاشت پوری به بشپړ شی.
ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د څلور کلنې امنیتي پلان د پلي کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي او تر ۱۳۹۸ کال پورې به افغان ځواکونه په بې ساره توګه پیاوړي شي.
د ناټو  یوه لوړپوړي جنرال هم له دې وړاندې ویلي وو چې  د افغان هوایي ځواکونو جوړښت تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
 
https://avapress.com/vdchiwnz623nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته