کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خاص قطعې او د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې ګډې عمومي قومانداني پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حوت 1396 ساعت 15:39

د افغان پوځ د خاصې قطعې او د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون قطعې ګډې عمومي قومانداني نن د یوې مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دغه مراسمو کې ګډون کړی وه.
نوموړی په دغه د وینا پر مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځوکونو پر پیاوړتیا او د دغو ځواکونو ترمنځ پر همغږي ټینګار وکړ.
هغه وویل، چې د جنګ بڼه بدله شوې ده او هېواد یې له یو وحشیانه جګړې مخ دی.
خو ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د پوځ ځانګړي قطعې خپله مېړانه ثابته کړې ده.
ولسمشر غني افغان امنتي او دفاعي ځواکونو ته د زمریانو لقب ورکړ او وې ویل « ستاسې په نوم اورېدو مو دښمنان لړزېږي، نه له دې کبله چې په وسلو سمبال او مجهز یاست، بلکې له دې کبله چې ستاسې ایمان قوي دی.»
هغه دا هم وویل « د ملي امنیت څخه مننه کوم چې په موقع یې د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي دي او زما هیله ده چې ستاسې اطلاعات جدي ونیول شي.»
ولسمشر غني په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د ملي امنیت منسوبین د قانون حاکمیت ته ژمن دي.
هغه وویل « په ملي امنیت کې شکنجه او غیر انساني اعمال وجود نه لري. تاسې هغه ملي امنیت یاست چې د شکنجې تور ورباندې نه شي لګېدلای، ځکه تاسې ملي ارزښتونو ته ژمن یاست.»
 


د مطلب کود: 159731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159731/د-خاص-قطعې-او-ملي-امنیت-چټک-غبرګون-ګډې-عمومي-قومانداني-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com