دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 159746
ولایتي چارواکي:  د فراه په جګړو کې ۱۷ افغان سرتیري وژل شوي
د فراه په ولایت کې د ولایتي شورا غړي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو په پایله کې لږ ترلږه اولس افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا منشي عبدالصمد صالحي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د " تودنک" په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې له امله یې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي دي.
ښاغلي صالحي وویل، چې په دې جګړه کې اوه افغان پولیسو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
په فراه کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو سرتیري د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې دا جګړې د جمعې د ورځې له مازیګر څخه د طالبانو او د ملي اردو د څلورم او اوم کنډک د سرتیرو ترمنځ پیل شوي، چې دواړو لورو ته په کې د سر درون زیان رسیدلی دی.
د افغانستان په لودیځ کې د ملي اردو چارواکو د دغې جګړې په اړه لا تراوسه څه نه دي ویلي.
خو د فراه ولایت امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې عملیات د ملي اردو او د ملي پولیسو د ځواکونو له خوا له تیرو څلور ورځو راهیسې په ګډه روان دي، چې په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ یو شمیر سیمې د وسله والو طالبانو له شتون هم پاکې شوي دي.
د فراه امنیه قوماندان د تیرې شپې جګړو کې د شپږ امنیتي سرتیرو وژل او درې نورو ټپي کیدل تائید کړل.
جنرال شیرزاد وویل، په دغو جګړو کې له دیرشو زیات طالب وسله وال وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په دغو جګړو کې د ۵۳ افغان امنیتي سرتیرو د وژل کیدو او ټپي کیدو ادعا کړې ده، خو خپلو وسله والو ته د اوښتي سر د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.
د دغې جګړې وړاندې تیره ورځ د فراه د والي د سپرلۍ پر موټر هم وسله والو مخالفانو د بالابلوک په ولسوالۍ کې برید کړی وو، چې له امله یې د والي درې ساتونکي هم ټپیان شوي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkwnz-23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته