کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محقق داعش ته په خطاب کې: افغانستان به د وحشی تښتیدونکو ګورستان شی

19 حوت 1396 ساعت 19:05

محمد محقق؛ د اجرایی ریاست دوهم معاون په کابل کې د جمعی ورځې برید په غبرګون چی مسؤولیت یی داعش په غاړه واخیسته، دا ډلې تروریستانو ته په خطاب کې وویل چی افغانستان د وحشی تښتیدونکو په ګورستان باندی به بدل شی.



 
 
 
د آوا په ګزارش سره، د داخله وزارت ریپورت په اساس شهید مزاری مصلا ته نږدی چاودنې په نتیجه کې د کابل په شپږم حوزه کې، لږ ترلږه اوه تنه شهید او اوه تنه نور ټپیان شو.
نجیب دانش، د داخله زارت ویاند وایی چی دا چاودنه یو انتحاری برید وو او نن غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجو په شاوخوا رامنځته شو.
د ښاغلی دانش په وینا، دا برید هغه وخت رامنځته شو چی انتحاری کوونکې خپل چاودیدونکې توکو ته چاودنه ورکړه.
د داخله وزارت ویاند وایی چی پولیس هم په شهیدانو کې شتون لری.
دا چاودنه هغه وخت رامنځته کیږی چی د خلګو ډیر کسان د عبدالعلی مزاری شهادت ۲۳ کلیزی څخه لمانځلو مراسمو لپاره دا سیمه کې سره یو ځای شوی وو.
محمد محقق، اجراییه ریاست دوهم معاون، احمد ضیا مسعود، د ولسمشر پخوانۍ نماینده او اصلاحاتی چارو او ښه حکومتداری کې، صبغت الله مجددی او ځینی نور سیاسیون په دی ځای کې ګډون کړی وو.
عینی شاهدان وایی چی انتحاری کوونکې قصد درلود چی ځان هغه جمعیت په منځ کې چاودنه ورکړی چی ګډون کړی وو خو د امنیتی ځواکونو له لوری وپیژندل شو.
برید هغه وخت رامنځته شوه چی محمد محقق د خبرو کولو په حال کې وو.
ښاغلی محقق دا تروریستی برید په سخته توګه غندلی دی.
هغه په دی اړه ویلی دی: دا یو جنایتکارانه او شیطانی عمل دی او ددی عمل ترسره کوونکې وحشی تښتیدونکې بولم چی افغانستان به د هغوی ګورستان شی او زموږ خلګ د ملی وحدت حکومت ترڅنګ د هغوی ځواب ورکولو لپاره دریږی.
 
 


د مطلب کود: 159758

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159758/محقق-داعش-ته-په-خطاب-کې-افغانستان-د-وحشی-تښتیدونکو-ګورستان-شی

آوا
  https://www.avapress.com