دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۲
د مطلب کود : 159764
مزار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی په مرموز ډول وژل شوی
په خپل کور کې په مرموز ډول د ملي امنیت د یوه کارکوونکي له وژل کېدو نن(شنبې د کب۱۹مه) خبر ورکړل شو.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند، شېرجان دراني څرګندوي چې د ملي امنیت کارکوونکی، محمدشېر په خپل کور کې په هغه پورې اړوند تومانچه باندې وژل شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
ښاغلی دراني څرګندوي چې سهار د مزار شریف ښار څلورمې حوزې ته خبر ورکول کېږي چې د ملي امنیت کارکوونکی د ښار اړوند بلاکونو کې وژل شوی دی.
تر اوسه پورې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnzk23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته