کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1396 ساعت 9:33

په لویدیځ فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو په کمین کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.




د فراه ولایت د ولایتي شورا مشر فرید بختور وایي، د بالابلوک ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه سرتېري شهیدان شوي.
نوموړی په مشخض ډول وویل، چې په دغه برید کې د ځانګړي ځواکونو ۷ سرتېري او د پولیس ۸ سرتېري شهیدان شوي دي.
خو یو بل سرچېنه وایي، چې په دغه برید کې د ځانګړو ځواکونو او پولیس ۳۰ سرتېري شهیدان شوي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د وسله والو طالبانو د برید په ترڅ کې یوازې څلور ځانګړي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي.
بلخوا وسله وال طالبانو ادعا کوي چې په دغه برید کې تر ۵۰ زیات امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.
وسله وال طالبان دا ادعا هم کوي چې د برید په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات هم طالبانو لاس ته ورغلي دي.
 


د مطلب کود: 159783

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159783/په-فراه-ولایت-کې-د-افغان-ځواکونو-تلفاتو-اړه-ضد-او-نقیض-راپورونه

آوا
  https://www.avapress.com