د کندهار ولایت په دامان ولسوالی کې هوایي ډګر ته څېرمه د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د کندهار ولایت په دامان ولسوالی کې چاودنه شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1396 ساعت 11:33
د کندهار ولایت په دامان ولسوالی کې هوایي ډګر ته څېرمه د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات په لاس کې نشته.
یو امنیتي سرچینه وایي، چاودنه د سړک غاړې د ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د چاودنې هدف د بهرنیو ځواکونو یوه قطار و خو د پیښې په ترڅ کې هیچا ته زیان نه دی اوښتې.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
کندهار د افغانستان په سویل کې په وروستیو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو له څو میاشتو راهیسې د کندهار امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
د مطلب کود: 159800