دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 159802
افغانستان او ترکیه د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف یو کمېسیون جوړوي
افغانستان او ترکیه په پام کې لري چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف یو ګډ اقتصادي کمېسیون جوړ کړي.

د افغانستان د ماليې وزارت څخه په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې اکلیل حکیمي د شنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې له سفیر اوژان ارطغرل سره د لیدو پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزو اړیکو، د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون د جوړېدو، د ترکیې په مالي ملاتړ پروژو او په افغانستان کې د ترکي شرکتونو لپاره د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
په اعلامیه کې د دې ګډ کمېسیون د جوړېدو دقیقه نېټه نه‎ده ښودل شوې، خو وایي، د دواړو لورو تر هوکړې وروسته به په نېژدې راتلونکي کې جوړ شي.
تېره اوونۍ د افغانستان د مالیې وزارت له یوه استانبول مېشت ساختماني شرکت سره په هلمند کې د کجکي بند د دوهم فاز د غځولو په اړه یو قرار داد لاسلیک کړ چې ارزښت یې ۱۷۵ میلیونه ډالره دی.
ټاکل شوې دا پروژه به په راتلونکو دوو نیمو کلونو کې بشپړه شي.
 
https://avapress.com/vdcawon6u49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته