دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 159808
عبدالعظیم بدخشي په ازادو رزمي مبارزو کې خپل جرمن سیال ناک اوټ کړ
د افغانستان د ازادو رزمي مبارزو یو بل ټکړه لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي هم پرون خپل جرمن سیال ناک اوټ کړ.
دغه لوبه تېره شپه د هندوستان د سوپر فایټ لیګ په چوکاټ کې ترسره شوه او په ترڅ کې بدخشي وتوانید خپل هندي الاصه جرمن سیال په لوموړی پړاو (رونډ) کې ناک اوټ کړي.
بدخشي له څو اوونیو راهیسې په هند کې دی او تېره اوونی هم د سوپر فایټ لیګ د سیالیو په لړ کې وتوانید خپل هندي سیال د لوبې په لومړی پړاو کې ناک اوټ کړي.
د هندوستان په سوپر فایټ لیګ کې ګڼ شمېر لوبغاړو د هند له ګجرات او نوې دهلي له کلپونو څخه برخه اخیستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ورزشکانونو په وروستیو کلونو کې د مختلطو رزمي هنرونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړي دي.
له دې وړاندې د افغانستان د ازادو مبارزو دوو تګړه لوبغاړو پرون شپه په یوه نړیوال سیالي کې خپل سیالان مات کړل.
دواړو لوبغاړو کابو دوه اوونی مخکې د متحده عربي اماتو په دوبي ښار کې د اې سي بي نړیوال سازمان په چوکاټ کې په جوړه شویو لوبو کې ګدون وکړل او دواړو وتوانید خپل اوکرایني او سکاټلنډي سیالان په اساني مات کړي.
 
https://avapress.com/vdcgzy9q7ak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته