دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 159812
غزني قره باغ سیمه کې د ملکلیانو وژل کیدو په تور څلور تنه نیول شوي
د ډیرو وخت راهیسی د غزنی قره باغ سیمې خلګ د دوو ملکې وګړو د وژل کیدو په غبرګون لاریون کړي وو او لاری یی بند کړی وو، ددی ورویسته څلور تنه د یو سیمه ایز پولیس په ګډون ددی پيښو په تړاو نیول شوی دی.
 
 
د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې امنیتي ادارو ددغه ولایت د قرباغ ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو او دوو نورو د تښتولو د پېښې په تړاوو د یوه محلي پولیس په ګډون څلور تنه نیولي دي.

د غزني والي ویاند عارف نوري وویل" په وروستۍ یوه اوونۍ کې د غزني د محلي ادارې او امنیتي ځواکونو په هڅو، په غزني کې درې او یو محلي پولیس په کابل کې د غزني د قرباغ ولسوالۍ د شیر اباد د قضیې په تور نیولي دي".

ښاغلي نوري زیاته کړه چې د کورنیو چارو د وزارت د ارشد امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ غزني ته تللی وو او د قرباغ ولسوالۍ نه یې هم لیدنه کړې ده.

چارواکي وايي، چې د غزني د قرباغ د تېرې اوونۍ د پېښې ټول عاملین چې د دغې ولسوالۍ دوه کلي یې سره په شخړه کې واچول ونیسي او محکمې ته به یې کش کړي.

اوس د جنرال مراد علي مراد په مشرۍ یو پلاوی په سیمه کې د پېښې په څېړنه بوخت دی.
د غزني د قره باغ د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو لا هم د غزني ښار سره نږدې خیمې وهلي او وايي، که د روانې اونۍ په اوږدو کې دې مسلې ته د حل لار ونه لټول شي، نو دوی به بیا دا لار د ترافیکو پرمخ وتړي.
https://avapress.com/vdcb89b85rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته