کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

همایون همایون د ولسی جرګې لومړي مرستیال په حیث وټاکل شو

20 حوت 1396 ساعت 13:56

د افغانستان د ولسی جرګې دوهمي ورځې په ټاکنو کې همایون همایون وتوانیدل چی د دغې جرګې لمړي مرستیال په حیث وګمارل شی.


د آوا په ریپورت سره،د دغې جرګې د لومړي مرستیالۍ لپاره همایون همایون، نذیز احمدزی او د دوهمې مرستیالۍ لپاره محمد عبدو او عبدالله کلیمزی کاندیدان وو.
او همدا شان د لومړي منشي څوکۍ لپاره میرداد نجرابي او محمد یوسف صابر کاندیدان وو، چې یوازې همایون همایون وتوانېد د ۱۱۶ حاضرو وکیلانو له ډلې د ۱۱۰ مثبتې رأیې ترلاسه او دغه څوکۍ خپله کړي.
تېره ورځ عرفان الله عرفان د رأیو په اکثریت د دوهم منشي لپاره ټاکل شوی و.
ټاکل شوې چې د دوهمې مرستیالۍ او د لومړي منشيتوب لپاره سبا دوشنبه یو ځل بیا ټاکنې ترسره شي.


د مطلب کود: 159814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159814/همایون-د-ولسی-جرګې-لومړي-مرستیال-په-حیث-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com