دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 159822
د ولسي جرګې لومړی مرستیال وټاکل شو
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال نن د اداري پلاوي د انتخباراتو په لړ کې وټاکل شو.

د دغو انتخاباتو په پایله کې همایو همایون د کاندیداونو له ډلې څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د لومړی مرستیال څوکی خپل کړ.
نذیر احمدي او همایون همایون د ولسي جرګې د لومړی مرستیال د څوکی لپاره کاندید شوي وو.
ښاغلي همایون وتوانید چې د ۱۱۰ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د لومړی مرستیال څوکی خپله کړي.
د ولسي جرګې په نننی غونډه کې ۱۱۶ وکیلان ګډون کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د دوهم منشې د څوکی لپاره د اداري پلاوي انتخابات پرون ترسره شوه او ښاغلي عرفان الله عرفان وتوانید د دغه څوکی لپاره د اړتیا وړ رایې ترلاسه کړي.
د ولسي جرګې د دوهمې مرستیال او لومړی منشیتوب لپاره ټاکنې په سبا ترسره شي. دو دوهمې مرستیالی لپاره محمد عبدو او عبدالله کلیمزي کاندیدان دي.
 
https://avapress.com/vdccioqsi2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته