کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه انار دره ولسوالي طالبانو ونیوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حوت 1396 ساعت 9:27

د فراه ولایت ځایي چارواکو منلي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت اناد دره ولسوالۍ نیولې ده.


د فراه د والي ویاند ناصر مهري ویلي طالبانو تیره شپه دغه ولسوالي نیولي، خو د سرتیرو دتلفاتو په اړه یې نه ونه ویل.
په هغو انځورونه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ښکاري چې طالبانو له دولتي وسایطو سره د ولسوالۍ شاوخوا میشت شوي دي.
د سیمې عیني شاهدان وایي طالبانو د ولسوالۍ ځیني برخې سوزولي او خلک له سیمې څخه د تیښتې په حال کې دي.
فراه د هیواد په لویدیځ کې له ناامنو ولایتونوڅخه دی، چې وسله وال مخالفین یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت کوي.


د مطلب کود: 159862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159862/د-فراه-انار-دره-ولسوالي-طالبانو-ونیوله

آوا
  https://www.avapress.com