دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 159876
طالبانو د فراه د اناردرې ولسوالۍ ځیني برخې نیولي
د فراه ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د نیولو لپاره وسله والو طالبانو نن د دوشنبې له ورځې د سهار په څلوربجو پراخه بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې يې د دغې ولسوالۍ ځیني برخې د طالب وسله والو لاس ته ورغلي دي

.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د اناردرې ولسوالۍ د نیولو لپاره د هرات د شینډنډ،غور، هلمند او بادغیس ولایتونو څخه هم خپل وسله وال راټول کړي وو، چې نن سهار یې پر دغې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.
ښاغلي مهري وویل، تراوسه په جګړو کې د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو لاس ته ورغلې او طالب وسله وال لا هم د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت او پولیسو د قوماندانۍ د نیولو لپاره د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د فراه د والي ویاند وویل، چې دولتي تاسیسات د اناردرې په ختیځه خوا کې موقعیت لري، چې جګړه لا هم په دې سیمه کې روانه ده.
د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو د وینا له مخې نن د دغو جګړو له امله د انادرې بازار هم تړل شوی دی.
د فراه د والي ویاند وویل، سیمې ته تازه دم ځواکونه لیږل شوي دي.
هغه وویل په لار کې د طالبانو ماینونه ښخ کړي او دا ځواکونه د سړک څخه د ماینونو په پاکولو بوخت دي.
د فراه ولایتي چارواکو تراوسه په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې په اناردره کې په روانو جګړو کې د پنځلس افغان سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده.
د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په دغه اعلامیه کې د اناردرې د ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې د ولسوالۍ د مرکز د نیولو پر وخت درې زرې وسایط هم د دغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلي دي.
فراه کې په دې وروستیو اونیو کې جګړو زور اخیستی، اوړمه ورځ وسله والو طالبانو په یوه برید کې د دغه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د افغان پوځ ترشلو زیات سرتیري، چې د پوځ د ځانګړو ځواکونو اوه سرتیري هم شامل وو، ووژل.
د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د ایران سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b80rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته